د هرات ـ بادغیس پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د بادغیس ځايي چارواکو د بادغیس-هرات پر لویه لاره د یوه ترافیکې پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د بادغیس د والي ویاند ملا احمد جان حنظله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د هرات ـ بادغیس پر لویه لاره د کاسټر ډوله موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ شوی او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
هېره دې نه وي چې ټپیان ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.