خبرونهاقتصادټولنه

د هرات د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ څه باندې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د هرات د ګذرې ښاروالۍ مسوولین وايي چې په ۱۴۰۲ کال کې یې څه باندې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ ښاروال مفتي جمال الدین مسرور د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې تېر کال یادې ښاروالۍ څه باندې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

مسرور زیاته کړه چې له راټول کړل شویو پیسو څخه یې ۴۰ میلیونه افغانۍ پر ۶۰ لویو او کوچنیو پروژو لګولې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د سړکونو، کانالونو، پلګوټو جوړول، د نیالګیوکېنول، د سړکونو داغ ګیري، د څلو او چوکونو جوړول او د شنو ساحو پراخول شامل وو.

د یادې ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې دوی د کورونو د صفايي او مالیاتو د تحویلولو په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري کوي او له ښاروالۍ څخه د دغه شان نورو کوچنیو او سترو پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته