کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د هرات ښار د ښوونځيو څه د پاسه سلو تنو ښوونکو د مسلکي محارتونو په برخه کې زده کړې وکړې
په دې دوره کې د دوه څلويښتو تنو ميرمنو په ګډون يو سلو دولس تنه ښوونکي زده کړه وکړه.
د لوست ورکولو د لارې چارې د پوهې لوړول، د تکويني ارزيابۍ، جندر او د ماشومانو حقوق د دغې روزنيزې دورې له مهمو موضوعګانو څخه و .
د هرات ولايت د پوهنې رييس پوهيالى عبدالرزاق احمدي د روزنيزو دورو د جوړولو په ترڅ کې د محرومو سيمو د پوښښ په دليل د سيمه ييزو ښوونځيو په رول ټينګار وکړ.
احمدي دغه راز ژمنه وکړه چې دسيمه ييزو ښوونځيو دکمښت د پوره کولو په لاره کې له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه نه کوي .
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولايت په مرکز او نهو ولسواليوکې ٣٧٠ ټولګي د سيمه ييزو تعليماتو تر څارنې لاندې فعاليت کوي.
1 1 دقیقه لوستل