د هرات د پنځمې امنيتي حوزې جنايي آمر شهيد شو

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د هرات ښار د پنځمې امنيتي حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر له وسله والو غلو سره په جګړه کې شهيد کړای شو.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو غلو تېره شپه د پنځمې امنيتي حوزې د مهري لېسي په سړک کې په وسله والې غلا لاس پورې کړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او په پايله کې د پنځمې امنيتي حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر شهيد شو او يو بل پوليس ټپي شو.
هغه وويل چې په دې پېښه کې دوه غله ووژل شول او يو بل یې ټپي شو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته