امنیت

د هرات د يوې محکمې له خوا د جنايي جرمونوپه تور د څوتنو مجازات

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢١:
د جنايي جرمونو څو تنه تورن کسان د هرات د ښاري ابتدائيه محکمې له خوا په  مجازاتو محکوم شول.
دغه کسان د هرات د ښاري ابتدائيه محکمې رياست د عامه امنيت د ديوان په  علني قضايي غونډه کې چې د قضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ د بند په سزا محکوم شول.
په دې غونډه کې يو تن له ثبت او راجستر پرته د مخابراتي سيمکارټونو د پلورنې په تور په دوه مياشتې تنفيذي بند، يو تن د تېرتاريخ ميوو د پيرودنې او پلورنې په تور په يوه مياشت تنفيذي بند او د پنځه زره افغانيو د نغدي جريمې په ورکولو، دوه تنه نور د غيرقانوني وسلو د برابرولو او ساتنې په تور د بند په سزا محکوم شول . دغه راز د نشه يي توکو درې تنه پلورنکي هم د بند په سزا محکوم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته