اقتصاد

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه :
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئيس محمودشاه حبيبي نن په کابل کې د ايټاليا د پرمختيايي همکاريو د برخې له رئيس سره دهرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په باب خبرې اترې وکړې.
د باختر آژانس دخبرله  مخې:
په دې کتنه کې  د ناتو ، د آلمان سفارت، د ملي دفاع وزارت او د هرات ولايت د سيمه ييزو بنسټونو په ګډون د هرات د نړيوال هوایي ډګر د پراختيا په پروژه کې د شاملو او همکارو بنسټونو او ادارو ترمنځ د زياتې همغږۍ په اړوند ټينګارو شو چې د (ايکاو) د نړيوالو معيارونو له مخې دهرات دنړيوال هوايي ډګر دپراختيا لپاره زمينه برابره شي.
د يادونې وړ ده چې دهرات د نړيوال هوايي ډګر د امکان سنجولو او مطالعاتو کار به د يوه ايتالوي شرکت له خوا تر يوې مياشتې پورې بشپړ شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته