کابل باختر د کب اوومه :
د هرات ولايت امنيه قوماندان نن په رسمي ډول د هرات د ملي پوليسو راډيو د غوڅ ملاتړ د ماموريت له عمومي قوماندانۍ څخه تسليم شو .
د هرات د ملي پوليسو راډيو له څه مودې راپديخوا دنهه نوي اعشاريه شپږ څپو پرمخ آزمايښتي خپرونې درلودې چې نن په رسمي ډول د هرات ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري او د لويديځ زون د تعليمي او سلامشورې ورکولو د قوماندان مل پاسوال کلوديو منګيتتي په وړاندې د هرات ولايت د امنيې قوماندان مطبوعاتي آمريت ته وسپارل شوه .
د هرات ولايت امنيه قوماندان د هرات د ملي پوليسو د راډيو د تسليميدو په مراسموکې د دغه راډيو سټيشن د جوړولو له امله مننه وکړه او په لويديځ زون کې د پوليسو د برياليتوبونو په منعکس کولواو له پوليسو سره د خلکو د لازياتو اړيکو د ټينګښت په لاره کې د هرات د ملي پوليسو د راډيو رول مهم وباله .
0 1 دقیقه لوستل