کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د خواجه عبدالله انصاري د مرکزي روغتون د خولې او غاښونو د څانګې د بيا رغاونې کار په نږدې راتلوونکي کې پيليږي .
د دغه روغتون مسوولين وايي؛ د غاښونو د څانګې د تجهيزاتو دپيرودنې لپاره ځانګړې بودجه نه ده برابره شوې، خو دوى به هلې ځلې وکړي چې په نږدې راتلوونکي کې د دغې څانګې د ودانۍ د ترميمولو او بيا رغاونې کار پيل کړي .
د روغتون اداري مدير څرګنده کړه چې د دغې څانګې د بيا رغاونې کار د روغتون له بودجې څخه پيليږي او دوى هيله لري چې د بودجې په ترلاسه کولو سره دطبي وسايلو د کمښت د ستونزې د لرې کولو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
د هرات د حوزوي روغتون د خولې او غاښونو څانګه د متخصصو ډاکترانو په لرلو سره د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي.
0 1 دقیقه لوستل