کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٩ :
د هرات ولايت د فوټبال د دويم لاس سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د آرش ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د پيروزي ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې د هرات باستان ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د افغان پر ټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ