کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د هرات د فوتسال د غوره ليک سيالۍ تېره شپه په دريو لوبو سره بيا پيل شوې.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې لومړى د سلطان مصطفى ټيم د دوو په مقابل کې په شپږو سره د آريا په ټيم بريالى شو او په بله لوبه کې د عامې روغتيا ټيم د دريو په مقابل کې په پنځو سره د اماني په ټيم بريالى شو او په وروستۍ لوبه کې د غازي ټيم په يوه په زړه پورې او ګول لرونکي لوبه کې د دريو په مقابل کې په شپاړلسو سره د متحد ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ چې د هرات جمنازيوم د بياجوړولو د کار په خاطر ځنډول شوې وې؛ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې بيا پيل شوې.
1 1 دقیقه لوستل