امنیت

د هرات د شينډنډ د هوايي ډګر د تاسيساتو آمر ټپي شو

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
دهرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د هوايي ډګر د تاسيساتو آمر د وسله والو طالبانو په  يوه بريدکې ټپي شو، خو يو ساتوونکى يې ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
  په هرات ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې دغه پيښه تېرماښام دهرات ولايت د شينډنډ او ادرسکن د ولسواليو ترمنځ پوله کې د خواجه عريان په سيمه کې  رامنځته شوه .
په دې پيښه کې د تاسيساتو آمر چې د ملي اردو په چوکاټ کې يې کار کاوه؛ ټپي شو خو يو ساتوونکى يې ووژل  شو او يوتن بل ټپي شو .
د مسوولينو دڅرګندونوله مخې: طالبانو له دغې پيښې وروسته له ساحې څخه وتښتيدل، خو په دې برخه کې د کشفي ارګانونو تحقيقات دوام لري .
د يوبل خبر له مخې:
دهرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د يوه لاسي بم د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول .
دغه پيښه تېره شپه د کرخ  ولسوالۍ په ارملق سيمه کې رامنځته شوه .
امنيتي مسوولينو د دغې پيښې علت شخصي دښمني وبلله.
د پوليسو لومړني تحقيقات ښيي چې د دوو کورنيو غړو لومړى د يوې موضوع په سر ناندرې ووهلې او وروسته يې په يوبل د چړو ګوزارونه وکړل چې په پاى کې يې د لاسي بم په کارولو اقدام وکړ .
د روغتون مسوولين وايي چې د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى خو تردرملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته