خبرونهسیاستټولنه

د هرات د حقوقو آمریت له خوا څه باندې ۱۱ زره دوسیې ثبت شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د هرات ولايت د حقوقو آمریت مسوولین وايي چې په تېرو دريو مياشتو کې د هرات ښار او ولسواليو په کچه په دغه اداره کې ١١ زره ۴٦١ قضيې ثبت شوې دي.

د دغه ولایت د حقوقو آمر مولوي عبدالخالق روحاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دې جملې څخه ۷۷۲ دوسیې د اجرااتو او تطبیق په موخه محاکمو ته استول شوي او ۵۳ دوسیې څېړل شوي دي.

مولوي روحاني زیاته کړه، دغه دوسیې یې د راتلونکو مراحلو لپاره اړوندو ولسوالیو ته استولي او ۱۰۹ نورې دوسیې یې د نورو اجرااتو لپاره اړوندو محکمو ته استولي دي.

نوموړي وویل چې په دې مسله کې ۴٢ دوسيې حل شوي او ٢٠٧ دوسيې چې د مراجعينو له خوا موږ ته استول شوي، تر څېړنې لاندې دي.

د حقوقو د آمر په خبره تر اوسه ۴٠٦٩ عريضې تر څېړنې لاندې دي، چې هره يوه به يې د څېړنې لپاره اړوندو ارګانونو ته ولېږل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته