فرهنګ

د هرات د تاريخي څلو د ترميم لپاره د مرستو د جلبولو په اړه هڅې

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د دغه ولايت د تاريخي څلو د ترميم او بيارغاونې په موخه د مرستو د جلب لپاره د هلوځلو د زياتوالي خبر ورکړ.
د هرات والي په يوه غونډه کې د زاړه ښار او ممنوعه سيموکې د خپلسرو ودانيو د جوړولو د مخنيوي لپاره د تاريخي څلو د بيارغاونې د اړتيا وړ منابعو پر جلبولو ټينګار وکړ.
په غونډه کې د هرات ښار د سترجامع جومات په شاوخوا کې د وسايطو د تګ راتګ د مخنيوي طرحه تصويب شوه.
د هرات والي د ښاري چارو په تېره بيا د زاړه ښار په شاوخواکې د ښه سمون لپاره اړوندو ادارو ته لارښوونې وکړې.
په غونډه کې همدارنګه د نورو تصويب شويو موضوعګانو ترڅنګ د ولايت د مشرتابه د لارښوونې له مخې پرېکړه وشوه چې پنځه تاريخي څلي د بيارغاونې په موخه د جمهوري رياست عملياتي ادارې ته پيشنهاد شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته