امنیت

د هرات د اوبې ولسوالۍ ځينې سيمې دتروريستي ډلو له شتون څخه پاکې شوې

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
د دښمنانوله شتون څخه  د هرات ولايت  د اوبې ولسوالۍ دبيلابيلو سيمو دپاکولو
عمليات  د ملي اردو  د ځانګړو عملياتو  د  نهم کنډک د  ځواکونو  له  خوا پاى  ته ورسيدل .
ددغو عملياتو په بهير کې زياته  اندازه   چاوديدونکي توکي چې د تکابي دکلي په
جومات کې ساتل کيدل کشف او له  منځه يوړل شول.
د کوماندو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر ويندوى   تورن محمدمهدي  د  څرګندونو
له مخې :  دغه عمليات د امنيتي حالت د ښه  والي او د  انتخاباتو  د دويم پړاو دترسره کولو لپاره د شرايطو د برابرولو په مقصد پرون پيل  او د شپې تر نيمايي پورې يې دوام  وکړ.
ويل کيږي وسله والو ياغيانو غوښتل دغه  توکي د تروريستي بريدونو د  ترسره کولو په خاطر د هرات ښار ته وليږدوي چې په  دې کار بريالي نه  شول.
دى وايي سره له  دې چې مخالفين تښتيدلي دي  خوسيمه  د دوي له شتون څخه پاکه شوې ده.
د يادونې وړ ده  چې تيره اوونۍ  دغه ځواکونه  د زاړه کشک او رباط سنګي  له ولسواليو څخه د زياتو جنګي وسايلو په کشفولو بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته