اقتصاد

د هرات د انګورو د حاصلاتو د ښه والي په خاطر د مسوولينو خوشبينى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
په هرات کې د انګورو د جشنوارې د جوړولو په درشل کې دولتي مسوولينو په دغه ولايت کې د انګورو د بڼونو د زياتوالي خبر ورکوي.
داسې څرګندونې هم شته چې په روان کال کې په هرات ولايت کې په څه د پاسه ٥٠ هکتار ځمکه د انګورو بڼونه جوړ شوي دي.
ددغو بڼونو په جوړولو سره په هرات کې د انګورو د بڼونو مساحت اووه زره نهه سوه پنځوس هکتاروته رسيږي.
د انګورو د کيفيت ښه والى، د انګورو د پلورنې لپاره د ښه مارکيټ شتون، د بازار زياته غوښتنه له هغو عواملو څخه دي چې په هرات کې د انګورو د بڼونو په زياتوالي کې رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې سبا په هرات کې د انګورو لومړنى جشن جوړ شي.
د هرات ولايت د انګورو بڼونه زياتره د انجيل، ګذرې ، پښتون زرغون ، کرخ او د زنده جان په ولسواليوکې موقعيت لري.
دکرنې رياست د بڼوالى لوى مدير ادريس زلال وايي: په هرات ولايت کې په روان کال کې د انګورو د محصولاتو په سلوکې له شلو کمښت سره سره پنځه نوي زره څلور  سوه متريک ټنه انګور بازار ته وړاندې شوي دي .
تيرکال يو سلو اتلس زره شپږ سوه پنځوس ټنه انګور ترلاسه شوي و.
د هرات يو شمېر بڼوال وايي چې د دوى انګور په روان کال کې په مناسبه بيه په سيمه ييزو بازارونو او په ګاونډيو ولايتونوکې پلورل شوي دي او دوى د انګورو د بڼونو له زياتوالي سره علاقمندي لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته