امنیت

د هرات دګذرې ولسوالۍ اوسيدونکو له امنيتي ځواکونوسره دملاتړ اعلام وکړ

کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه  :
د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ اوسيدونکو پرون له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د هرات  د والي وياند جيلاني فرهاد  دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛  په هغې غونډه کې  چې  په همدې مناسبت  په  دغې ولسوالۍ کې  جوړه شوې وه، يوشمېرمخورو، قومي مشرانو ، د کليو وکيلانو او د دغه ولايت  د ګذرې ولسوالۍ  د وګړني او انکشافي شورا رئيسانو له امنيتي ځواکونوڅخه خپل ملاتړ اعلام  کړ.
په دې غونډه کې  ګډون  کوونکو له امنيتي ځواکونو څخه قدرداني وکړه او په ټول هېواد کې د امنيت او د سولې دټينګښت غوښتوونکي شول.
ويناوالو  له مخالفانو سره د حکومت د سولې  له خبرو څخه  ملاتړ وکړ او څرګنده يې کړه چې هيچاته به  اجازه ورنکړي چې  امنيت ګډوډ کړي.
په دې غونډه کې د ګذرې ولسوال امنيه قوماندان  سمونمل  سليمان اميري د امنيت په برخه کې  د خلکو  دهميشني شتون څخه په منننې سره وويل ؛ دغه غونډه  د دغې ولسوالۍ د اوسيدونکو يووالى  او پيوستون  ښي او څرنګه  چې پوليس د خلکو له منځ  څخه پورته شوي دي  د خپلو خلکو په  خدمت کې دي .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې  له تېرو وختونو څخه زيات له پوليسو اونورو امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي. پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته