امنیت

د هرات دجيل يو امنيتي مسوول ونيول شو.

کابل باختر د ثور اتلسمه :
دهرات دجيل دمديريت داستخباراتو آمر دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
يو امنيتي خبرځاى  باختراژانس ته وويل  دجيل داستخباراتو آمر کله يې چې غوښتل دالوتکې په واسطه له ولايت څخه بهر ته سفروکړي په هوايي ډګر  کې ونيول شو .
سره له دې چې تراوسه پورې دجيل  داستخباراتو په امر لګول شوي تورونه مشخص نه دي خو ويل کيږي چې دهرات دجيل د بنديانو د وروستي اعتصاب په اړوند نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته