ټولنه

د هرات خلکو په پاکستان له تروريستي ډلو سره د ملاتړ تور ولګاوه

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
د هرات ولايت په لسګونو تنو اوسيدونکو نن په دغه ولايت کې د پاکستان د قونسلګرى په وړاندې اعتراضي غونډه وکړه.
دغو کسانو په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په کلکه وغندلې .
مظاهره کوونکي وايي: د افغانستان حکومت د پاکستان د هراقدام په وړاندې چوپه خوله غوره کړې ده او دا په خپله د خلکو د زغم وړنه دى.
اعتراض کوونکو چې په دغو مظاهروکې (مړ دې وي پاکستان) شعارونه ورکول؛ خبردارى ورکړ: که چيرې پاکستان د افغانستان په چاروکې له لاسوهنې څخه لاس وانخلي او د تروريستانو ملاتړ بند نه کړي؛ دوى به خپلومظاهرو ته دوام ورکړي.
د هرات خلک وايي: په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په پراخ ډول دوام لري او حکومت اړ نه دى چې هغه له ديپلوماتيکو لارو حل کړي او بايد په افغانستان کې د پاکستان سياسي دفترونه وتړل شي.
اعتراض کوونکو په هېوادکې ځانمرګي بريدونه او چاودنې د پاکستان د آى اس آى کار وباله او ويې ويل: حکومت دې بايد غوڅ ځواب ورکړي، له دې پرته ملت تل ځواب ورکړى دى او چمتو دي چې د خپلو سرونو په بيه د خپل هېواد دفاع وکړي.
دغه مظاهرې د کابل، قندهار او هلمند په ولايتونوکې د تيرې اوونۍ د سه شنبې د ورځې له خونړيو پيښو وروسته ترسره شوې او اعتراض کوونکو د وروستيو خونړيو پيښو اصلي عامل پاکستان وباله او د افغانستان له دولت څخه يې وغوښتل چې له اسلام آباد سره دې ديپلوماتيکي اړيکې وشلوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته