د هرات خبريالان وستايل شول .
کابل باختر د وري شپږمه :
د هرات ولايت د خبريالانو د اتحاديې دفتر تېره شپه د نوي کال او د رسنيو او خبريالانو دټولنې برياليتوبونه وستايل .
په دغو مراسمو کې د هرات ولايت د مرستيال ترڅنګ د دغه ولايت امنيه قوماندان او يوشمېر شاعرانو او د رسنيو کارکوونکو او د خبريالۍ د برخې مخکښانو ګډون کړى و .
نقيبه بارکزۍ او خليل نورزايي هغه دوه تنه خبريالان دي چې د دوى تحقيقي رپوټونه د افغانستان د خبريالانو د مرکز له خوا د هېواد د لسو غوره رپوټونو کې ټاکل شوي و او د اتحاديې له خوا وستايل شول . ختم_ ج _ اکرم