کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د هرات ولايت خبريالانو او رسانه يي فعالانو په کابل کې وروستي بريدونه وغندل.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ يوشمېر خبريالانو د هرات ښار د خبريال په کور کې غونډه وکړه او دکابل او خوست په ولايتونو کې يې د ثور د لسمې نېټې په وروستيو بريدونو کې د شهيدانو شويو خبريالانو درناوى وکړ.
د لويديځ زون خبريالانو دکابل خونړۍ پېښه په کلکه وغندله او ټينګار يې وکړ چې په يوه ورځ د لسو تنو خبريالانو قرباني کېدل د خواشينۍ وړدى.
د هرات ولايت يوشمېر خبريالانو او رسانه يي فعالان چې د فاتحې داخېستلو او د شهيدو خبريالانو تصويرونو ته دګلانو دګيډۍ داېښودلو په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې راټول شوي وو ، ټينګار وکړ چې دغې پېښې يو ځل بيا وښودله چې افغانستان د رسانه يي فعاليتونو لپاره ډيره بده جغرافيه ده .
دغه خبريالان وايي چې حکومت بايد دآزادۍ په لاره کې دخبريالانو د اوولسو کلونو د هلوځلو ساتنه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل