د هرات حوزوي روغتون د جدي مراقبتونو برخه په نویو طبي وسایلو سمباله شوه

کابل، د لیندۍ ۷ مه، باختر
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت حوزوي روغتون د جدي مراقبتونو یا ICU څانګه د ترکیې هېواد اړوند د (ټیکا ) دفتر له لوري په نویو طبي وسایلو او ماشینونو سمباله شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون آمر محمد ابراهیم انیس د ټیکا دفتر له مسوولینو د مننې په ترڅ کې ویلي چې دغه تجهیزات د جدي مراقبتونو یا ICU د څانګې خورا مهمه اړتیا ده چې په دې سره به ناروغانو ته روغتیايي خدمات ښه او اسانتیاوې به ورته ډېرې شي.
ورته مهال د ټیکا دفتر رییس عرفات دینیز وویل چې په دغو وسایلو کې د زړه ناروغۍ د ایکوکارډيوګرافي، ونتلاتورونه، ۵ پایې مانیتورونه او د ناروغانو لپاره ۵ معیاري بسترونه شامل دي.
ورته مهال د هرات حوزوي روغتون ډاکټران مرسته شوي طبي وسایل د روغتون اساسي اړتیا ګڼي خو غوښتنه کوي، چې د طبي وسایلو او درملو په برخو کې دې پاملرنه نوره هم زیاته شي.
یادونه باید وشي، چې ټیکا تر دې وړاندې هم د هرات حوزوي روغتون بېلابېلو برخو ته تجهیزات برابر کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته