امنیت

د هرات جامع جومات ته څېرمه مرګانۍ چاودنه

کابل باختردوږي دمياشتې ٨ نيټه :
په هرات ښارکې د يوه بم د چاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او څه ناڅه شپږ تنه نورټپيان شول.
په يوه کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوى بم د هرات ښار جامع جومات او د ظفرقول اردو د قوماندان کورته څېرمه وچاوديد.
د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل: په دې چاودنه کې د کرولا موټرچلوونکى ووژل شو او شپږ تنه نورملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغه بم د چاودنې مسوول وباله چې په نتيجه کې يې ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه راز د هرات ښار د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د ټپيانو د دوو تنو روغتيايي حالت خراب وباله.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته