خبرونهاقتصادټولنه

د هرات برېښنا ریاست ۴ نیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

هرات کې د برېښنا ریاست مسولین وایي د روان کال له پیل راهیسې یې ۴ نیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.

د دغه ولایت د برښنا رییس مولوي محمد معراج باختر اژانس ته ویلي، چې پلان لري د برښنا څرنګوالي کې د بدلون راوستلو په موخه زاړه میترونه، مزي او نور وسایل بدل کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د غیرې قانوني برېښنا کارولو په صورت کې به له متخلفینو سره قانوني چلند وکړي او پرې به نږدي، چې د هرات له برېښنا څخه غلا وشي.

مولوي محمد معراج دغه راز د هرات نورو سیمو ته د برېښنا له غځولو هم خبر ورکوي، وایي چې له ترکمنستان څخه د راغلې برېښنا له مزو د ۲۲۰ کیلو واټه تقویتي سب سټېشن د رامنځته کولو پلان تر لاس لاندې دی او ټاکل شوې د دغه ولایت څلورو نورو ولسوالیو کرخ، پشتون زرغون، اوبه او چشت ته برښنا ولېږدول شي.

دغه ریاست همدرانګه د ژمي په موسم کې پېرېدونکو ته د کافي اندازه برېښنا رسولو د پلان له تطبیق څخه هم خبر ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته