سیاستخبرونهTOPټولنه

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام

کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
بسم الله الرحمن الرحیم
الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد.
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. صلوات الله تعالی و سلامه علیه و علی آله و أصحابه أجمعین.
اما بعد: فقد قال الله عز وجل:
ــــ قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ الانعام
ترجمه: ووايه چې يقينا زما لمونځ او زما قرباني او (بالآخره) زما ژوند او زما مرګ خاص الله جل جلاله لره دی چې د ټولو عالمونو پالونکی دی(عزيز التفاسير، جلد۴، ص: ۴۰۳).
ـــ وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ … وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۹۶] ترجمه: او پوره اداکړئ حج او عمره خاص الله جل جلاله لره …. او وېرېږئ له الله جل جلاله څخه، او پوهه شئ چې بېشکه الله جل جلاله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی. ( تفسیر کابلی جلد ۱ ، ص : ۱۶۳-۱۶۶ ).
ــ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی الله تعالی عنه قَالَ : ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وسَمّى وَكَبّر قال: رَأَيْتُهُ وَاضِعًا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ بسم الله والله اکبر، متفق عليه.
ترجمه: له حضرت انس رضي الله تعالی عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو ښکرونو والا پسونو
(چې د هغه ښکرونه اوږده وه يا دا چې ښکرونه يې مات نه و) او کمر (برګ يعنې د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم بسم الله والله اکبر ويلو سره پخپل لاس مبارک سره هغه ذبح کړه، حضرت انس رضی الله عنه فرمايي چې ما وليدل چې رسول الله د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه مبارکه ايښې وه او بسم الله والله اکبر يې ويلې (بخاري او مسلم.
خلاصه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوه برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې پخپل لاس ذبح کړل، بسم الله يې وویله او تکبیر يې ووایه او خپله پښه يې د هغو په اړخو ايښې وه.
ــ عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» مشکوة جلد ۱ ، ص ۱۲۸
ترجمه: بي بي عائشه رضي الله تعالی عنها فرمایي: چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل:
د ابن ادم د نحر (د قربانی کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چې د الله جل جلاله په نزد د ويني بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي، او (د قربانی) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو نوکونو ( ښنګريو ) سره راشي او د قربانی وينه مخکې له دې چې په ځمکه تویې شي (يعنې د ذبح کولو د ارادې په وخت) په بارګاه الهي کې قبليږي، نو تاسو د دې په وجه (يعنې قرباني کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ.

د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
له هر څه د مخه تاسې ټولو ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی مو قربانۍ، صدقات، حجونه او ټول حسنه اعمال قبول کړه.
دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځې پر موږ په داسې حال کې راځي چې د شرعي نظام او سرتاسري امن څخه برخمن یو، نو ټول باید د الله تعالی شکر اداء کړو تر څو د لا نورو الهي نعمتونو مستحق وګرځو.
لله الحمد د اسلامي امارت په راتلو سره په ټول افغانستان کې شرعي نظام حاکم شوی دی، مقدس اسلامي شریعت تطبیق دی، د دیني شعائرو د لوړتیا او د یني مراکزو د پراختیا ترقي او تقویې لپاره مهم اقدامات شوي دي، دا ټول هغه اهداف او ارزښتونه دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې زموږ ایماندارو خلکو اوږدې مبارزې کړې او لویې قربانۍ یې ورکړې دي.
په وطن کې مو اسلامي ورورولي او یووالی ټینګ شوی، عامه شتمنۍ مو لکه معادن، ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه د بیت المال په حیث خوندي دي.
د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هېڅوک پر چا ظلم او تېری نشي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي.
د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت پلی شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کېږي. په دې برخه کې له شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ترسره کېږي.
او د الله جل جلاله په نصرت او فضل سره د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سرک سازي، معادنو د استخراج او نورو برخو کې مهم ګامونه اخیستل شوي او لا تر لاس لاندې دي.
اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د لا نور پرمختګ او د خپلو خلکو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په مقصد پر ټولو سرمایه‌دارانو او تاجرانو یوځل بیا هم غږ کوي، چې په بېلابېلو برخو کې سرمایه‌ګذارۍ وکړي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.
اسلامي امارت د دوی امنیت او د ټولو حقوقو رعایت ته ژمن دی او ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د افغانستان د ښېرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې سرمایه‌ګذارانو ته لازم سهولتونه ایجاد کړي او په دې برخه کې د هغوی غوښتنوته توجه او رسیدګي وکړي.
اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تأمین او مرستې ته کلکه ژمنتیا لري، دغه راز په شتمنو افغانانو غږ کوو چې بې وزله خلک او یتیمان هېر نه کړي، د هغوی پالنې او مرستې ته پوره توجه وکړي.
د سوالګرو کسانو له سوال څخه د راګرځولو په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي دي او زرګونو سوالګرو ته چې اړمن تثبیت شوي، د اسلامي امارت لخوا مرستې ورکول کېږي.
اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي ملکونو سره د شریعت په چوکاټ کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.
د اسلامي امارت مسئولینوته مې توصیه دا ده چې د خپل مسئولیت په ټولو برخو کې د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره سرته ورسوي. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلکو سره هېڅکله داسې چلند ونه وکړي، چې خلک ځانونه له تاسو پردي وبولي.
امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دی چې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړي، د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي، د شهیدانو، معلولينو او يتیمانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د خپل توان په اندازه ورسره کومک وکړي.

محترمو وروڼو !
زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت جوړېږي چې د خپل شرعي نظام ساتنه، پالنه او خدمت وکړو، دا نظام د ډېرو شهیدانو د وینو په قیمت د مجاهدینو او مخلصو مسلمانانو په خورا سترو ستړیاوو او قربانیو لاسته راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص ودریږو، لکه وروڼه د یو او بل ترڅنګ پاتې شو، د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړو، د امنیت، سوکالۍ، آبادۍ او د حاکم شرعي نظام قدر وکړو او د لا پیاوړتیا لپاره يې لاس په کار واوسو.
الحمدلله، سږ کال بیا له افغانستان څخه تر ۳۰ زره پورې حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او نورو امارتي مسؤلینو لخوا یې په پوره اهتمام سره خدمت کېږي او ټول لازم سهولتونه ورته په پام کې نیول شوي دي. حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو حجاجو کرامو څخه هیله کوم چې، د ټول اسلامي امت او بالخصوص د فسلطین مظلومو مسلمانانو او زموږ د ځورېدلو خلکو لپاره دعاګانې وکړي، تر څو یې الله تعالی له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.
په دغو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سېلابونو، بارانونو او نورو آفتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه سخت خواشیني یو.
د ټولو غم ځپلو افغانانو سره د زړه له کومې تسلیت شریکوو، په پېښو کې شهیدانو ته جنة الفردوس، ټپيانو ته کامله او عاجله شفا او غم ځپلو کورنیو ته د زړه صبر او اجر غواړو .
الحمدلله د اسلامي امارت ټولو اړوندو ادارو او مجاهدینو د مصیبت ځپلو په نجات او خدمت کې حتی الامکان کومک کړی او لاهم بوخت دي، ورسره له تاجرانو، توانمندو او عامو افغانانو څخه هم غواړم چې د خپلو امکاناتو سره سم د مصیبت ځپلو افغانانو غم او درد ته رسېدنه وکړي، له هغو څخه هېڅ ډول مالي او معنوي کومک دریغ نه کړي.
دا چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو، وزارتونو او مجاهدینو له ګاونډيو هېوادونو څخه د جبري اخراج شويو مهاجرینو په خدمت کې د تثبیت، ټرانسپورت، صحت او داسې نورو برخو کې کومکونه کړي، لا هم بوخت دي او هغوی ته یې د ځمکو د وېش تصمیم نیولی، له تاجرانو، توانمندو(بډایانو) او عامو افغانانو څخه هم غواړو چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له مهاجرینو وروڼو څخه حمایت وکړي او خپل کومکونه ورڅخه دريغ نه کړي.
د اختر په شپو ورځو کې د بې سرپنا شويو کورنیو حال واخلي او هغوی د اختر په خوشحالۍ کې ځان سره شریک کړي.
د فلسطين په غزه او نورو سیمو کې پر مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د اسرائیلي صهونیستانو بریدونه او ظلمونه یوځل بیا په سختو الفاظو بدبولو ( غندو ) او له نورو ملکونو څخه هم غواړو چې د دې ستر جنايت او وحشي مظالمو د مخنيوي په برابر په سمه توګه خپل مکلفيت ادا کړي.
په پای کې یو ځل بیا ټولو مؤمنو او شریفو خلکو ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې وکړي چې د تل لپاره خپل اخترونه همداسې د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام په سیوري کې په امن او خوشحالۍ ولمانځو. والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده
۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
۲۵/۳/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/6/14م

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته