د نیمروز والي د هېواد د لوی درستیز په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې له پلاوي سره وکتل

کابل، د مرغومي ١٥مه، باختر
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د هېواد د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره راغلي پلاوي او د نیمروز د کډوالو کمېټې له غړو سره د ولایت په مقام کې ځانګړې غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې، یاد پلاوي د نیمروز ولایت ته د خپل سفر موخه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ټولو کډوالو ستونزې به له نږدې وارزوي او د ولایتي ادارې په همغږۍ به ورته حل لارې پیدا کړي.
ورته وخت کې د نیمروز والي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د راستانه شویو کډوالو د اوسني وضعیت په اړه یې مفصل معلومات وړاندې او وویل، چې د کډوالو د استوګنې لپاره یې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده او ډېر ژر به د دې ځمکې د ښارګوټي په توګه د جوړولو چارې پيل شي.
خالد د غونډې په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د دغه ولايت په غورغوري سیمه کې دې هم د کډوالو لپاره په ۱۰ زره جریبه ځمکه یو لوی ښارګوټی جوړ شي، ترڅو د دې سیمې د کډوالو اړتیاوې پوره شي.
په ځواب کې، د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د نیمروز د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پيل شي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د هېواد د لوی درستیز په مشرۍ پلاوي زابل ولایت کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.