د نیمروز هوایي ډګر د سرحدي قرارګاه ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې

کابل د مرغومي ۱۹مه، باختر
د نیمروز ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت د هوایي ډګر د سرحدي قرارګاه ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت مرستیال والي مولوي تورجان احمدي باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په هوایي ډګر کې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سرحدي قرارګاه ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي، چې په کې ۲۰ خونې، درې دهلیزونه او نور اړین ملحقات شامل دي او چارې به یې د یوه کال په موده کې پای ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته