د نیمروز د کاني زېرمو پر ښه مدیریت او د کورنیو او بهرنیو پانګه والو پر راجلبولو خبرې وشوې

کابل، د زمري ۲۶مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې په دې کتنه کې د نیمروز ولایت د کاني زېرمو د ښه مدیریت او د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د راجلبولو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز دواړو لوريو‌ د عوایدو کچې لوړولو، د کاني پروژو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کولو، ‏پانګه والو ته د لازیاتو آسانتیاوو برابرولو او د غیرقانوني استخراج پر مخنیوي هم خبرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته