خبرونهاقتصادTOPټولنه

د نږدې ۲۶میلیونه افغانیو په لګښت، د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کې د جغل اچولو پروژه پیل شوه

کابل، د مرغومي ۱۸مه، باختر

د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر آخوند او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو، د ۲۵.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کې د جغل اچونې پروژې پرانیسته وکړه.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې به د کندهار ګمرک اړوند ۳۰ جریبه ځمکه کې جغل اچونه وشي چې د دې چارې په بشپړېدو سره به په یاد ګمرک کې د بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ او د سوداګریزو مالونو د تشرېح په برخه کې د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره آسانتیاوې برابرې شي.

د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي چې چارې به يې تر راتلونکو درېو میاشتو پورې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته