د نړۍ ګڼو هېوادونو د ایران د ولسمشر د مړینې له امله خواشیني ښودلې
نړۍ، د غوايي ۳۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته تر هغې چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان او مل پلاوي د مړینې خبر تایید شو، د نړۍ ګڼو هېوادونو د دغې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او د ایران حکومت او ولس ته یې ډاډ ورکړی دی.
حماس غورځنګ هم پرپېښه خواشیني ښودلې او پاکستان بیا له ایراني ولس سره د خواخوږۍ له امله ملي ماتم اعلان کړی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته د ایران دولت نن بېړنۍ غونډه کړې او ټاکل شوې د رییسي مرستیال محمد مخبر د دوه میاشتو لپاره د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
د نوموړي د ټاکل کېدو لپاره د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي رضایت اړین بلل شوی.
تر راتلونکو ۵۰ ورځو به ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.