د نړۍ د فلسفلي رياضي د څيړنيز مرکزعلمي شورا دوه نمرې ځمکه د افغانستان د علومو اکادمى په واک کې ورکړه.

کابل باختر دثور اوومه :
د نړۍ د فلسفي رياضي د څيړنيز مرکز علمي شورا په دې وسيله د افغانستان د علومو اګادمى د رييسې  په توګه  د سر محققې ثريا پوپل د ټاکنې په باب چې دغوره سالارى د اصل پربنسټ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام د مدبرانه رهبرى او د ښو او داهيانه اقداماتو څرګندويه ده ، د خپلو ښومبارکيو او هيلو مراتب څرګندوي او د چارو د پرمخ بيولو او د لاښو علمي او څيړنيزو  خدمتونو په وړاندې کولو کې د لوى خداى (ج ) له دربارڅخه د دې د لازياتو برياليتوبونو هيله کوي .
په دې ترڅ کې د نړۍ د فلسفي رياضي دڅيړنيز مرکز علمي شورا د افغانستان د علومو اکادمى اړتياوو ته په پاملرنې سره او د هيواد په ولايتونوکې دهغې د فعاليتونو دپراختيا په مقصد په مزارشريف  ښار کې د استوګنې دوه نمرې ځمکې ( ٨٥٥_او ٨٥٦ چې د سادات عرب زاده د استوګنې د ښارګوټى د شرکت له خوا د ٢٠١٢ کال دميړني په توګه د نړۍ د فيلسوف محمد صديق افغان د انتخاب په مناسبت ورکړې شوې دي. د افغانستان د علومو اکادمى د رياست د استفادې په مقصد ددغې اکادمى په واک کې  ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته