د نړۍ د خوړو پروګرام به د يو مليون افغانيو مرستې بندې کړي
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
د بودجې کمښت د نړۍ د خوړو د پروګرام سازمان له افغانستان سره د يو مليون افغانيو مرستې بندولو ته اړ کړى دى .
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
د نړۍ د خوړو د پروګرام د سازمان يوه مامور وويل: څرنګه چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو جنګي ماموريت پاى ته رسيږي؛ ښايي پولي مرستې هم بندې شي.
د ملګرو ملتو د سازمان د خوراکي مرستو اداره چې مالي مرستې له خپلو غړو هيوادونو څخه ترلاسه کوي؛ په افغانستان کې په خپلو پروګرامونوکې نږدې ٣٠ مليونه ډالره کمښت رامنځته کړى دى .
په افغانستان کې د دغې ادارې رييس کلود جيبيدار په يوه مرکه کې وويل چې موږ به د هغو خلکو د خوړو جيره چې مرسته مو کوله؛ بنده کړو.
ده وويل: د مرستو دغه بنديز به په يو ورځ کې له دوه زره سلو تنو څخه ترڅه د پاسه يو مليون تنو پورې چې زياتره يې کورني بې ځايه شوي کسان دي او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو دنښتو له ويرې تښتيدلي دي؛ تر اغيزې لاندې ونيسي.
يوه سپين سرې ميرمن چې د خپلې کورنۍ له اتو تنو غړو سره د کابل د ختيځ په يوه خټين کورکې شپې سبا کوي؛ وويل: که چيرې په موږ مرستې بندې شي؛ د لوږي له امله به ومرو.
دغه ميرمن بي بي فاطمه نوميږي او د سختو جګړو له امله له جنوبي ولايت هلمند څخه مهاجره شوې ده او وايي: که چيرې مرستې ترلاسه نه کړو؛ بل عايدهم نه لرو؛ په واټونوکې به سوالګرۍ ته مجبوره شو.
دغې ميرمنې وويل: کورنۍ يې په تيرو ژموکې د ملګرو ملتو د سازمان له ادارې څخه خوراکي توکي ترلاسه کول؛ د روان کال په ژمي کې هم د دغې ادارې مرستو ته سترګې په لاره وو. ځکه د تودولو لپاره لرګي او د خوړلو لپاره خواړه نه لرو. که چيرې زموږ ماشومان ناروغ شي؛ موږ د هغوى د درملنې لپاره پيسې نه لرو. افغانستان له ٢٠٠١ ميلادي کال راپه دې خوا چې د طالبانو رژيم ړنګ شو؛ په لسګونو مليارده ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.
دغه هيواد د نړۍ يو له ډيرو سترو هيوادونو څخه دى چې مرستې ته اړتيا لري او د نړۍ د خوړو پروګرام سازمان د درې اعشاريه اوو مليونو افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي او يا په ښه توګه ووايو چې زموږ د هيواد په سلوکې لس وګړي ددغه سازمان په مرستو ډډه لګوي.
په داسې حال کې چې بهرني جنګي پوځيان د روان ميلادي کال په وروستيو وختوکې له دغه هيواد څخه وځي؛ زياتره بشردوستانه ډلې ويره لري چې په دې برخه کې به مرستې له منځه لاړې شي او يا به د ايبولا له ويروس سره د مبارزې په ګډون له بحران سره مخامخې شي او مرستې به د عراق او سوريې د جګړې ګډوالو ته ورکړې شي.
په اوس وخت کې د مرستندويانو ترمنځ د ستړتيا نښې نښانې ليدل کيږي او په روان کال کې د ملګروملتو د سازمان د بيا کتنې غوښتنه ٤٠٠ مليونه ډالره ده چې تراوسه پورې ١٥٨ مليونه ډالره ده ډالره کمښت لري. آن که چيرې د ملګرملتو سازمان په خپل غوښتن ليک کې نوى نظر وکړي؛ هغه به په روان کال کې په سلو کې څوارلس کم کړي.