ټولنه

د نړۍ د خوړو د پروګرام اداره په سمنګانو کې په درې زره بې وزلو کورنيو مياشت په مياشت خوراکي توکي ويشي

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
د نړۍ د خوړو د پروګرام اداره په سمنګانو ولايت کې له درې زره بې وزلو کورنيو دخوراکي توکومرسته کوي.
دسمنګانو په ولايت کې د نړۍ د خوړو د پروګرام مسوول باخترآژانس ته وويل چې دغه پروګرام درې زره بې وزلې، معلولې او بې سرپرستې کورنۍ د خپلومرستو تر پوښښ لاندې نيولې دي .
ده زياته کړه: دغه مرستې چې دکوپون له لارې د کورنيو په واک کې ورکول کيږي؛ دغه کورنۍ د نهو پلورنځيو له لارې چې د ايبکو ښار په بېلابېلو ساحوکې انتخاب شوي دي؛ خپل مواد ترلاسه کوي .
د ده دڅرګندونو له مخې: هرکوپون  لرونکي په مياشت کې د يو زرو اووه سوه پنځوسوافغانيوپه ارزښت خوراکي توکي چې وريجې، غوړي ، چاى او نور لومړني مواد پکې دي؛ کولاى شي د ويش له ډير نږدې مرکز څخه ترلاسه کړي .
د ايبکو ښاروالۍ د دفتر آمر بشير احمد فيضي باخترآژانس ته وويل: دکوپون له لارې د خوراکي توکو ويش د نړۍ د خوړو پروګرام د ادارې د ښاري مصوونيت د پروګرام يوه برخه ده چې هدف يې له بې وزلواو زيانمنو شويوخلکو سره مرسته ده .
د ده دڅرګندونوله مخې: دغه توکي کولاى شي څه ناڅه د يوې مياشتې لپاره د بې وزلوکورنيو د ژوندانه د چارو د پرمخ بيولو لپاره کفايت وکړي او د تيرو کلونو د تجربې له مخې دا يو بريالى او ښه پروګرام دى.
يوه ړانده ځوان محمدغياث په داسې حال کې چې په خپل مخصوص کارت سره يې له نږدې پلورنځي څخه خوراکي توکي ترلاسه کړل؛ باخترآژانس ته وويل: زه په نسبي ډول ديو کوچنۍ کورنۍ ډوډۍ برابروونکى يم. ددغوخوراکي توکو ويش زما په شان کورنيو سره ستره مرسته ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته