د نړۍ حرفوي سوک وهونکى يما سعيدي: هيله مې افغانستان ته د اتلواليو ګټل دي

کابل /د غبرګولې ٩مه /باختر
د افغانستان او نړۍ د سوک وهنې اتل يما سعيدي وايي : هېواد ته مې د اتلواليو ګتل زما د ژوندانه ستره هيله ده .
يما سعيدي دوه ورځې مخکې په يوه نړيواله لوبه کې خپل ځواکمن يوناني سيال دنيس دوتي ته ماتې ورکړه او د المان د سوک وهنې ښه لقب اوکمربند يې وګاټۀ .
د دغو دوو پياوړو سوک وهونکو سيالۍ ١١رونده دوام وکړاو په پاى کې يما سعيدي د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د دغې لوبې ګټونکى اعلام شو.
يما سعيدي له ٢١ حرفوي لوبو څخه ١٨برياليتوبونه او يواځې درې ماتې لري .
يما سعيدي د باختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل هلې ځلې کوي چې د افغانستان خلکوته نورې وياړنې وګټي .
هغه وايي په نړيوالو سياليو کې د اتلوالى ګټل او د خپلو هېوادوالو په شوندومسکا هغه ته ډير ارزښت لري.
يما زيات کلونه کېږي چې له خپلې کورنى سره په المان کې ژوند کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته