خبرونهنړۍ

د نړیوال جام پیل؛ لومړۍ سیالۍ کې امریکا، کاناډا ته ماتې ورکړه

نړۍ، د غبرګولي ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د کرکټ نړیوال جام شل اوریزې سیالۍ، چې نن په امریکا او ویسټندیز کې پیل شوې لومړۍ لوبه یې د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا ترمنځ د ټکزاس ایالت په ګرنډ پرایري سټډیوم کې ترسره شوه، چې امریکا وکولی شول دغه سیالۍ وګټي.

د لوبې پچه امریکا ګټلې وه خو کاناډا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کاناډا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه، چې امریکایي لوبډلې وکولی شول دغه هدف د لوبې په ۱۸ اور کې ترلاسه او په خپله لومړۍ سیالۍ کې بریا ترلاسه کړي.

د ننۍ ورځې بله لوبه د ویسټنډیز او پاپو نیو ګیني ترمنځ د ویسټنډیز په ګیانا جورج ټاون لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو به پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته