د «نړيوالې جنايي محکمې» د يوه څارنوال د تورونو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله تعالی او د هېواد د سترې محکمې د محترم مشر شيخ عبدالحکيم حقاني صاحب په اړه د یادي «محکمې» د يوه څارنوال د تورونو پر بنسټ د نيول کېدو غوښتنه، د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوه گونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده.
د افغانستان اسلامي امارت دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.
دغه جوړښت په داسې حال کې د اسلامي امارت پر محترمو مشرانو بېبنسټه تورونه پورې کوي، چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنګسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.
د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنګي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي.
دغه وړ ناسم چلند د ياد جوړښت واردمخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړيواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بېمعنا کوي.
نوموړی جوړښت دې هڅه نه کوي، چې د بشري حقونو يو ځانګړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.