کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
د نيمروز ولايت د ملي امنيت يوکارکوونکى په دغه ولايت کې د ماين د شنډولو په وخت کې شهيد شو.
د نيمروز د والي مرستيال محمدقاسم خضري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي امنيت دغه کارکوونکى کله يې چې غوښتل يو ماين شنډ کړي؛ ماين وچاوديد او هغه شهيد شو او په دې پيښه کې يو پوليس هم ټپي شو.
خضري څرګنده کړه: دغه ماين د وسله والوطالبانو له خوا په ونيو او خاورو دخلکو د لړلو او ليت پيت کولو په مقصدپه دغى سيمه کې ايښودل شوى و او د ملي امنيت دغه کارکوونکي د خپلوخلکو د ژغورنې په خاطر ځان قرباني کړ.
1 د یوې دقیقې څخه لږ