د نيمروز ولايت روږدي کسان تداوي کيږي
کابلباختر د ثور٢٨
په تيرو دريو ورځوکې په نيمروز ولايت کې په نشه يي توکو ٤٠٠ تنه روږدي کسان راټول کړاى شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسول جاويد احمد باخترآژانس ته وويل: ددغوکسانو د راټولولو عمليات درې ورځې مخکې د ملي اردو او د ملي پوليسو دځواکونو له خوا د نيمروز ولايت په کچه پيل شوي و او په بهيرکې يې ٤٠٠ تنه روږدي کسان راټول او په زرنج ښارکې د روږدوکسانو د درملنې مرکز ته وسپارل شول.
جاويد احمد زياته کړه: په سلوکې اويا دغه روږدي کسان هغه افغانان دي چې له ايران څخه هيواد ته را ستانه شوي دي.