امنیت

د نيمروز خلکو د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ

کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
د نيمروز یوشمېر خلکو پرون د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د نيمروز د والي او د دغه ولايت د امنيه قومندان، د ملکي او پوځي ادارو د رييسانو د ولايتي شورا د غړیو، ځوانانو او د مدنې ټولنې د غړیو په ګډون په زرنج ښار کې جوړه شوه؛ د نيمروز خلکو او مشرانو د هېواد د پوځيانو د سرښندنو په قدردانۍ سره له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د نيمروز والي او امنيه قومندان د دغه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دښمن د يرغل پر وړاندې درېږي او هغوى په بشپړ ډول ځپي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته