سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د نورو احتیاج؛ ایا افغانستان د برېښنا په برخه کې د ځان بسیاینې تکل لري؟

کابل، د غوايي ۲۶ مه، باختر

تبصره

برېښنا د انسانانو د ژوند یوه مهمه اړتیا ده او دولتونه په دې فکر کوي، چې څنګه کولی شي د دغه مهم نعمت د تولید په برخه کې داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې لګښت یې کم او ګټه یې ډېره وي.

هو! دوی د لمریزې برېښنا د لویو سیستمونو د جوړلو په فکر کې دي او هند، چین او مصر هغه هېوادونه دي، چې په دغې برخه کې تر نورو مخکښ او میلیاردونه ډالر پانګونه یې کړې ده.

داسې هېوادونه شته، چې که د اوبو امکانات لري، نو هستوي برېښنا ته یې لاسرسی سخت دی او که هستوي برېښنا لري نو د اوبو او یا هم د بادي برېښنا په ارمان دي.

خو افغانستان بیا د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله داسې یو موقعیت لري، چې اوبه، باد، پرېمانه لمر، ډبرو سکاره، نفت او ان هستوي مواد لکه یورانیم هم لري او کولی شي له دغو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېره برېښنا تولید کړي.

اوس په کار ده، چې د اسلامي امارت له بیاځلې راتګ سره له ټینګ شوي امن څخه پوره ګټه پورته شي او لویو پروژو په ځانګړې توګه د برېښنا د تولید لپاره زمینه برابره شي.

برېښنا په ځانګړې توګه لمریزې هغې سره هېواد کې فابریکې فعالېږي، کرنه ښه کېږي او تر ټولو مهمه د بهرنیو له احتیاج څخه خلاصون راپه برخه کېږي او کله چې د کار زمینه برابره شي، نو ځوانان په وطن پاتې کېږي.

د دې ترڅنګ سیمه او په ځانګړې توګه سویلي اسیا کې ځینې هېوادونه شته، چې برېښنا ته جدي اړتیا لري او افغانستان کولی شي د یوې بریالۍ طرحې له مخې دغې اړتیا ته رسېدنه وکړي.

دغه راز ځینې بهرني پانګوال په خپلو هېوادونو کې د برېښنا د کمښت له امله نه شي کولی، پانګونه وکړي او د نورو داسې هېوادونو په لټه کې دي، چې هم امن ولري او د برېښنا پراخې سرچینې؛ نو په دې اساس افغانستان د دغه ډول پانګوالو لپاره یو ښه فرصت دی.

نو پکار ده، چې دغې برخه کې جدي کار وشي، ترڅو افغانستان د برېښنا د تولید په یو لوی نړیوال مرکز بدل شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته