د نوروز د جشن د جوړولو کميسيون غونډه وکړه
کابل باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د ملي اولرغوني نوروز د جشن دجوړولو لپاره دتياري دکميسيون غونډه نن داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې د موظفو کميټو مسوولانو دمبارکۍ دکارتونو دويش ، د بابر په ماڼۍ کې د نندارتون په ترڅ کې د وروستۍ کرايې دتصويب په اړوند خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل او هم د بلنې د کارت دبرابرولو او ويش په باب نظريې او پيشنهادونه وړاندې شول.
په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغونډې کار وڅېړه او د موظفو کميټو ټولو مسوولانو ته يې لارښوونه وکړه چې ټولې اړونده چارې دې ډير ژر بشپړې کړي.
باوري دغه راز وړانديز وکړ چې د پروګرام دعملي کولولپاره دې يوه اووه کسيزه کميټه هم موظفه شي څو پروګرام په سمه توګه او په فرهنګي ډول ترسره شي .
په دې غونډه کې وپتيل شوه چې د کميټو مسوولان دې په راتلوونکې غونډه کې خپل رپوټونه په بشپړ ډول وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې دغه نندارتون د نوي کال په وياړ د دريو ورځو لپاره د بابر بڼ په ماڼۍ کې جوړ شي. پاى ذکرالله