فرهنګ

د نوروزد جشن په مناسبت تياتري نندارې وړاندې کيږي

کابل باختر دوري  لومړي نيټه :
د نوروز د جشن په مناسبت نن د ملي تياتر په تالارکې تياتري نندارې وړاندې کيږي.
دملي تياتر رييس عبدالغفور شريعتي د باخترآژانس خبريال ته وويل: د ملي تياتر ممثلين نن، سبا او بل سبا د نوروز د جشن په وياړ د ملي تياتر په تالارکې نندارې  وړاندې کوي .
ده زياته کړه: دغه نندارې د ملي تياتر د څوارلسو تنو ممثلينو له خوا اجرا کيږي چې يوه يې د تغير چهره په نامه کميډي ننداره ده چې په ټولنه کې د هنر او هنرمندانو په ارزښت  پورې مربوط دى او بل يې  سلطان محمود غزني نوميږي چې د سلطان محمود د شخصيت يوه څنډه او د خلکو د حالاتوڅيړنه بيانوي.
شريعتي زياته کړه چې دغه دوه نندارې په پرله پسې توګه د دريو ورځو لپاره له غرمې وروسته له دوو بجو څخه تر څلورو نيمو بجو پورې دملي تياتر په تالار کې اجرا کيږي او دمينه والو ورتګ آزاد دى.
دملي تياتر رييس وويل: د نوروز په نړيوال جشن کې چې د نوروز د حوزې د يوولسو هيوادونو په ګډون دافغانستان په کوربه توب په کابل کې ترسره کيږي؛ دملي تياتر ممثلين هم دوه نندارې د( کم پير او بابه نوروزي) په نامه چې په نوروز کې د افغانستان د خلکو د دودونو او رواجونو ښکارندوى دي او د لوى کاکا په نامه کميډي ننداره چې د افغانستان دخلکو ترمنځ د پيوستون ښکارندوى ده؛ اجرا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته