د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې یو پُل جوړېږي

کابل، د لیندۍ ۲۷مه، باختر
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کولتن درې سیمه کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان الله احمد باختر آژانس ته ویلي، چې یاد پل د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۶ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور جوړېږي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د سیمې اوسېدونکي د دغه پل د جوړولو له پيلېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې وړاندې د یادې سیمې خلک د پل د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ وو.
د دوی په وینا، د دغه پل په جوړېدو سره به د تګ راتګ ستونزې حل او په بېلابېلو برخو کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته