د نورستان په بدخونه کې د بنديانو ترمنځ واليبال پیل شوې سیالۍ د کوهسار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د نورستان بدخونې او بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډې همغږۍ د بندیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ په لاره اچول شوې وې، د کوهسار لوبډلې په بریا پایې ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې حماس، ټایګر، الینا او کوهسار لوبډلو برخه اخیستنې وه چې پاې لوبه د کوهسار او ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کوهسار لوبډلې ۲\۱په توپیر مقابل لوبډلې ماته کړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادې سیالیو جوړونکي حاجي سيف الله عمرزي وویل دغو سیالیو پنځلس ورځې دوام وکړ، چې موخه یې بنديانو ته د سپورټ او تفریح زمینه برابرول او د دوی ترمنځ همغږۍ رامنځته کول و.