خبرونهاقتصادTOPټولنه

د نورستان د کوردر_ تتين د ۴۷ کيلومتره سړک د بیا رغونې چارې پيل شوې

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د نورستان ځايي مسوولینو د قمرموسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت د کوردر- تتین د ۴۷ کیلومتره سړک د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت والي قاري ذین العابدین عابد وايي، چې د دغه سړک د بیا رغونې چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي. 

نوموړي زیاته کړه، چې یاد سړک غربي نورستان له مرکز پارون سره نښلوي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، چې د نورستان ډیری ولسوالۍ له مزکر پارون سره نه دي نښلول شوي چې له امله یې ولسونه له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د یادونې وړده، چې په دغه پروژه کې د سیمې ۱۰۰ تنو ته د کار زمینه هم  برابره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته