د نهرين ولسوال: د بغلان د نهرين ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د بغلان سيمه ييز مسوولين وايي چې وسله وال طالبان د نهرين ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې راټول شوي دي او دغه ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ ده.
د بغلان د نهرين ولسوال حاجي محمد رسنيو ته وويل چې د طالبانو له خوا د بورکې ولسوالۍ له نيولو وروسته، اوس دغه ډله د نهرين ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې راټول شوي دي او تراوسه د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو څو ځلي بريدونه کړي دي چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.
د نهرين د ولسوال د څرګندونو له مخې؛ په دغو جګړو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور يې او څو پوځيان ټپيان شوي دي.
د نهرين ولسوالۍ د پوليسو سرتېرى سديد وايي چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه استفاده کوي چې د جګړې په وخت کې د ملکيانو د تلفاتو سبب کېږي.
هغه زياته کړه: څلور ورځې مخکې د خلکو د استوګنې پر کورونو د طالبانو د هاوان د توغول شوې ګولۍ د لګېدو له امله د دغې ولسوالۍ ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکى سيد صفدر د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې جګړې د نهرين ولسوالۍ د يوشمېر خلکو د بې ځايه کېدو سبب شوې دي.
په همدې حال کې د نهرين ولسوال د مرکزي دولت له رهبرۍ غواړي چې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له کلابندي وژغوري.
ختم-ج-ا