ټولنه

د نهرين ولسوالۍ د شورک د کلي اوسيدونکي د روغتيايي اوبو له کمښت سره مخامخ دى

کابل باختر د کب دويمه :
د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د شورک دکلي اوسيدونکي دڅښاک د روغتيايي اوبو دکمښت له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د نهرين ولسوالۍ د شورک دکلي يوه تن اوسيدونکى محمد پيوندامين باخترآژانس ته  ددغه ټکي په بيانولوسره وويل: دنهرين ولسوالۍ په شورک کلي کې څه دپاسه سل کورنۍ ژوندکوي او هغوى د څښاک د روغتيايي اوبو د کمښت د نشتوالي د پلوه له جدي ستوزوسره مخامخ دي او د خپلې اړتياوړ اوبه د څه د پاسه يو کيلومتر واټن په وهلو سره خواجه خضرله کلي څخه برابروي.
ده زياته کړه: د نهرين په شورک کلي کې د څښاک د روغتيايي اوبه کمښت او نشتوالۍ د دې سبب شوى دى چې د ماشومانو په ګډون ددغه کلي اوسيدونکي د ليک لوست د زده کړې پرځاى خپل وخت هره ورځ دخپلې کورنۍ د اړتياوړ اوبو په ليږدونه او برابرولوکې تير کړي.
د بغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس ډيپلوم انجنير عبدالرب حکيمي وويل: پخوا د شورک په کلي کې د څښاک د اوبو يوه پروژه عملي شوې ده خو اوس په دغه کلي کې دکورنيو په زياتوالى سره دغه اوبه ددغه کلي اوسيدونکو ته کفايت نه کوي او په ١٣٩٣ کال کې هم يوه بله پروژه تطبيق او عملي کيږي .
ده زياته کړه: په روان کال کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له څلوروکاري پروګرامونو څخه په استفادې سره د اته نوي مليونو څلور سوه څلور نوي زرو افغانيو په لګښت اويا پروژې بشپړې شوې دي.
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا د رييس دڅرګندونو له مخې: په افغانستان کې د لنډ مهالې ادارې له جوړيدو وروسته په نهرين ولسوالۍ کې تراوسه پورې څه دپاسه دوه سوه اته پنځوس پروژې تطبيق او عملي شوې دي. سره له دې هم هلې ځلې کوو چې دبغلان ولايت دڅوارلس ګونو ولسواليو د ټولو کليو سيمه ئيزې ستونزې لرې کړو او کليوالي اوسيدونکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته