خبرونهاقتصادTOP

د ننګرهار کانال شرکت کې د کبانو د روزنې ۴۹ ډنډونه جوړ شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د ننګرهار کانال شرکت اړوندو سمیو کې د کب روزنې ۴۹ ډنډونه جوړ شوي چې ۳۰ زره کبان په کې روزل کېږي.

د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه شرکت اړوندو سیمو کې د کبانو د روزنې ۴۹ ډنډونه جوړ شوي چې ۳۰ زره کبان په کې روزل کېږي او لس ټنه یې پلور ته چمتو شوي دي.

هېره دې نه وي چې په دغو فارمونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته