د ننګرهار کانال شرکت د درېيم فارم پر سړک د جغل اچونې چارې پېل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د دې شرکت اړوند د درېیم فارم د ۲ کیلومترو په اوږدوالي د سړک د جغل اچونې چارې پیل شوي دي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې یاد سړک د تېرو کلونو انقلابي او ناسازه شرایطو، نه پاملرنې او ورښتونو له امله ویجاړ شوی و او د کانال کارګرو او کرنيزو شرکتونو ته یې د تګ او راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې وې ، چې اوس يې د بيارغونې، جغل اچونې او هموارکارۍ چارې پيل شوې .
د نوموړي په خبره دغه سړک د درې کرنیزو شرکتونو له لورې په کابو دوه میلیونه افغانیو لګښت جوړېږي، چې د یاد فارم ټول بلاکونه د عمومي سړک سره نښلوي او په جوړېدو سره به ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.