ښوونه او روزنه

د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د کمپيوتر لب څانګه پرانستل شوه

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي  د کمپيوتر لب څانګه پرانستل شوه
دغه برخه له ٤٠ کمپيوترونو او د اړتياوړ له نورو وسايلوسره پرون  د محصلانو په واک کې ورکړشوه .
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي  باختراژانس ته وويل چې د کمپيوتر لب د څانګې په جوړولو څلور نيم مليونه افغانۍ لګول شوي دي.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خليل احمد بهسودوال وايي چې د کمپيوتر لب  د څانګي په جوړولو سره د ژورناليزم پوهنځي محصلان کولاى شي چې د خپلې پوهې کچه  لوړه کړي .
د ننګرهار ولايت سرپرست تميم عارف مومند د ژورناليزم پوهنځي د کمپيوتر لب  د پرانستلو په وخت کې وويل هلې ځلې کوي  چې د لوړوزده کړو د وزارت او د مرستندويو بنسټونو په مرسته د ننګرهار پوهنتون ټول پوهنځي د کمپيوتر لب  په څانګې سره  سمبال کړي .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته