ښوونه او روزنه

د ننګرهار پوهنتون استادانو له خپل معاش څخه د ډاکټر ناکامورا په نامه پارک جوړ کړ.

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د ننګرهار پوهنتون استادانو  د جاپاني مرستندوي ډاکټر ناکامورا د درناوي په خاطر  له خپل معاش څخه يوپارک جوړکړ.
  د ډاکټر ناکامورا په نامه  دغه پارک  د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې  موقعيت لري .
د ننګرهار د پوهنتون رييس پوهاند خليل احمد بهسودوال باختراژانس ته وويل  چې  د پوهننتون استادانو د دغه پارک  په جوړولو  يونيم مليون افغانۍ  لګولي دي .
د ډاکټر ناکامورا پارک  د دغه مرستندوي په عکس  ښکلى شوى دى او ټاکل شوې ده  چې د محصلانو د تفريح او د مطالعې په سيمه بدله شي .
  جاپاني مرستندوي  ډاکټر ناکامورا  له خپلو پنځو افغان کارکوونکو سره په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې  ووژل شو.
ډاکټر ناکامورا زيات کلونه  د افغانستان  د اوبو د مديريت اوپه هېواد کې د کرنې بڼوالى او سمسورتيا لپاره  له هغه څخه د استفادې په خاطر کاروکړ.
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته